Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) by Afzal Shauq (books to read in your 30s txt) 📕
Excerpt from the book:
it's Afzal Shauq's third travelogue containing on trips to Europe
Read free book «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) by Afzal Shauq (books to read in your 30s txt) 📕» - read online or download for free at americanlibrarybooks.com
Download in Format:
- Author: Afzal Shauq
Read book online «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) by Afzal Shauq (books to read in your 30s txt) 📕». Author - Afzal Shauq
بس كه نشته ، نو عربيان او عربي ژبه چي دَ لمر لوېدلو ورسته هر هغه ځاى كي ليدل او اورېدل كېږي چرته چي رقم رقم پېغلي وي
"كېدلى شي، چي څه عربيان په دې غټ ماجت كي وَ وينم "
دَ دې خوائش په سمه چي ماڅپښين لمانځه ته په دَ دې وسط البلد كي جوړ لوى ماجت په لوي دروازې چي څنګه وردننه شوم،نو څه ګورم، چي په درست ماجت كي مي يو لوى كميسى هم نه شو تر سترګو او لمونځ كولو ورسته له خپلو مايوسيانو سره ملګرى له ماجته دباندي راوَوتم او په ټېكسي،چي بيا دَ پښتون لا لا وْ كي دَ هوټل په لور رهي شوم دَ مزې خبره دا وه،چي دَ عربيانو دَ ورځي او دَ شپې دَ مصروفياتو په باب دې ډرائيور هم هغسي وَئيلو، كوم چي مخكي اسدخان راته وئيلي وْ
_____
مازيګر بيا زه وم او ټېكسي چي په دوبۍ كي تر ليري ليري پوري وَګرځېدم ، خو له بده مرغه چپ له يوه عربي، چي هغه هم په غټي ګاډۍ كي ناست وْ او په موبائل يې خبري كولې بل يو اوږد كميسى هم نه شو تر سترګو لاكن ماخستن ، چي مي له كوم عربي سره اړيكه دَ خپل هوټل په رېسټورېنټ كي پيدا شوه ، هغه بيا انسان ګرسره وْ نه ګوا دَ ډوډۍ په وخت چي ما له يوې توربخوني انډين پېغلي څخه دَ يو شي په حقله پوښتنه څه وَكړه، چي هغه په شرابو كي لمبېدلى يار راپورته شو او غال يې په دې راسره وَكړو، چي ګني ما يې له محبوبه سره خبره څله وَكړه او داى لا نور له حاله هغه وخت وَختلو، چي ما ورته داسي وَ وئيلوچي ..
" دومره خوا كه په بدَوې ، نو يې كور كښېنوه "
او بيا چي يې لاس زما تر ګرېوانه وَ رسېدلو، نو ما هم ښه زړه ورباندي سوړ كړو ګوا څه او څه مي نه ورته وَوئيلو هو كه څه هم داى تر ما زيات په ديكو كي خوږ شوى وْ، خو كور يې دَ هغو نورو څو عربيانو ودان ، چي كرارَولو سره سره يي له ما څخه وَ مافي اخيستلو ته هم ست كړو او بيا مخته هغه سړى وْ، چي لكه ماشوم له ما بېلېدلو نه زه به كېدلى شو، چي نور نور ورسره ناست وى، خو كه دَ رېسټورېنټ مېنېجر، چي هندو وْ ماته دَ تللو مشوره داسي وئيلو كي نه وى راكړي ..
" خان بهائ اّپ اپنې كمرې مين چلې جائین ...ان لوګون كې دين و ايمان كا كوئ پته نهين هوتا"
نو ځكه خو ما هم دا خبره دَ ځان په حق كي ښه وَګڼله او بالا خوني ته لاړم خو خوب نه راتلو، ځكه بيرته له خوني راوَوتم او ډيسكوټيك په لور ورچپ شوم ، چرته چي انجوني كه څه هم دَ سرو او سپينو قامونو څخه وې... خو يوه نيمه په كي دَ مراكو او شام پېغله هم ليدل كېدله چي په تنګو پتلونونو او يا نيكرونو كي تر درځن زياتو عربيانو له زړونو او جېبونو سره يې لوبي څه كولې چي دې عربيانو ورباندي نوټونه هم شيندلو او ډك ډك بوتلان يې په غاړو كي خالي كولو لګيا وْ
" دا هغه قام دى ؟ چي ما برايه شپه تر سهاره دَ اروپايانو په مقابله كي سوچ كولو"
دا هغه سوال وْ، چي زه يې په دې وئيلو مجبور كړم، چي كه دَ دې ګلف عرب هېوادونو دَ تېلو دَ پيسو ذكواتهـ هم په نورو غريبو مسلمان هېوادونو كي وَ وېښل شي ، نو زما يقين دى، چي هيڅوك به هم په مسلمانانو كي غريب نه شي پاته لاكن يَه دا خو هغه خلګ دي، چي وايم كه دَ يو لكهـ څلورويښت كم او زيات نبيانو په ځاى په كي .. په هم دغومره شمېر ملكان پيدا شوي وى ، نو به هم سړي شوي وى خو دا له بده مرغه نه شول سړي څنګه چي پخوا وْ، تر هغه لا زيات اوس په بلا اخته نو ځكه خو په دوئ كي دا يو څو خويونه بېخي عام او له هيچا نه دي پټ هو ، لكه ماته په بېلابېلو موقعو چا او چا وئيلي څه ، چي په انګلسي كتابونو " دي ډاټر اّف عربيه" او" دي عرب پرنسس" او نورو نورو كتابونو كي يې داسي ذكر شوى دى ، چي سړى په دې وئيلو پارَوي ، چي
- دَ بېخي سختي پړدې تر شا څه څه نه كېږي؟
- نور خو نور، دَ باداري كورنئيو ژوند هم په ښكاره كه انسان وزمه ، خو په حقيقت كي ځناور وزمه دى
- دَ نرانو شراب څيښنه، جواري، زنا كاري او ډانسونه دَ شپې په پړده كي سارى نه لري
- په كورنئيو كي دننه دننه دَ ترلو او تربورانو تر منځه دَ ميني او جنسي جنون پېښي
- څو څو بلكې بې شمېره ودونه .. او له درځنو نورو ښځو سره ناستي ولاړي
- په ښځو كي دَ محرومۍ احساس او دَ نرانو له خوا بې توجهي، چي مخته دَ هغوئ دَ بې راه روۍ سوب ګرځي بېخي زيات رجحان
- له قانون څخه برتر خاندانونه
- دَ غېر مسلم هېوادوالو سره رښتې او دَ هغوئ دَ ښځو په سودا معاشي مراسم
ګوره چي لا به نور څه او څه ښې او بدي خاصې لري، خو ماته خوب راځي ... او زه ويدېده غواړم ، ګوا بيرته هغو ټاپوګانو ته رسېدل غواړم، چرته چي انسان دَ انسان په بڼه ښكاري كه څه هم دا بېله خبره ده، چي انسانيت هلته هم خوب... بلكې دَ ويښو سترګو خوب ښكاري
_____
سهار دَ هوټل انتظاميه په ټېلي فون كال كولو په شپږ بجې راويښ شوم او دَ لمانځه څخه چي څنګه فارغ شوم ، نو دَ قول په سمه يو ځوان چي له فلپائن څخه يې تعلق ښكاره كولو نارى خوني ته راوړو او چي بيرته تلو ، نو يې راته وئيلو...
" برايه تا ډېر ښه وَكړو چي هغه فرعون دي بې عزته كړو"
او دومره وئيلو ورسته يې لا دا هم وَ وئيلو..
" دا خلګ ځناور دي ځناور... نور هيڅ نه "
كه څه هم زه چپ ، خو ورته په دې موسېدمه ، چي رښتيا يې وئيلو او په زړه زړه كي مي وئيلو..
" څه نا څه خو دي ، چي دا خلګ ورڅخه خفه ښكاري "
او په دغه رنګه سوچونو كي مي خپل بېګونه وَ تړلو او دَ ائيرلائن په ټېكسي كي دَ ايئرپورټ په لور روان شوم
دَ الامارات انټرنېشنل الوتني جهاز نمبر Ek 600 پاوْ بالا اتهه بجې له دوبۍ ائيرپورټ څخه پورته شو او په نه ساعت كي تر اوريځو بالا .. ښه بالا دَ كراچۍ په لور لكه دَ پښتون له توپكه وتي ګولۍ روان څه شو چي ما هم يو ځل بيرته دَ سوچونو رُخ دَ هغې خاوري په لور واړَولو، چي زه يې زېږولى وم كه څه هم زه په زه كي نه وم پاته شوى، خو ورته روان په خوشالي باندي وم
*****
څنګه خوب .. هغسي تعبير
ما چي
په خوب كي برايه
په منډو ترنډو څنګه
ځان له خروړو سپيانو وَ ژغزرَى
او كښېنستمه
نو مي وَ مخي ته
چي كومه انساني څېره هم
له رڼاګانو سره
څنګ په څنګ راتلله ،
هغي ...
له ډېره خشمه
خپل غاښونه راته داسي چيچل
لكه بې وخته
چي ما سترګي غوړَولي وي پرې
او لا
هغو سپيانو
اغوستي وي څېرې دَ انسان
*****
دَ مصنف چاپ ناچاپه کتابونه
۱ - شلېدلی امېل ( دَ غزلو او نظمونو مجموعه ) چاپ ۱۹۸۷ – ۱۹۸۸ ع
۲ - اووه ګامه مزل ( دَ اوؤ ایشیائي هېوادونو یُون لیک ) چاپ ۱۹۹۷ع
۳ - په لټون ستا دَ څېرې ( دَ نظمونو او غزلونو مجموعه ) چاپ ۲۰۰۳ع
۴ - مزل په واؤرو باندي ( دَ اروپا ئي هېوادونو یُون لیک) چاپ ۲۰۰۴ع
۵ - دَ لمر دَ کلي په لور ( دَ اروپا یُون لیک ) چاپ ۲۰۰۵ع
۶- اروپا ئي ژوند ( دَ اروپایانو په نظر کې) چاپ ۲۰۰۴ – ۵ع
۷ – انګرېزي په اروپا کې ( عمراني سروې ) چاپ ۲۰۰۴ – ۵ ع
۸ - پروني مخونه ( ناول ) چاپ ته تیار
۹ - علامتي افسانې .. ناچاپه
دَ مصنف درک
کور ... ۹ - نېشنل چمپئین سوسائټي
جوډیشل کالوني / ګلزارقائد ، چکلاله .. راولپنډۍ / اسلام آباد
کور فون ... +92 -51 – 5954687
موبايل ... 0300 5206095 / 0346 5455414
اي مېل ... [email protected]
[email protected]
[email protected]
ویبلاګ http://360.yahoo.com/afzalshauq
Imprint

Publication Date: 02-04-2010
All Rights Reserved
Free e-book: «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) by Afzal Shauq (books to read in your 30s txt) 📕» - read online now on website american library books (americanlibrarybooks.com)
Similar e-books:
Comments (0)