Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) by Afzal Shauq (books to read in your 30s txt) 📕
Excerpt from the book:
it's Afzal Shauq's third travelogue containing on trips to Europe
Read free book «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) by Afzal Shauq (books to read in your 30s txt) 📕» - read online or download for free at americanlibrarybooks.com
Download in Format:
- Author: Afzal Shauq
Read book online «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) by Afzal Shauq (books to read in your 30s txt) 📕». Author - Afzal Shauq
څخه دَ كائيكو په خوښه دَ ټاوْن په خوا ور روان شولو او تر لمر لوېدلو پوري په كي ګرځېدلو ورسته چي څنګه خپل هوټل ته ورسېدلو نو كائيكو په ډېر ضد باندي موږ درې واړه له هوټل كوډينا سره جوخت ګرين بار( كېفې) ته وركښ كړو او هلته يې دَ خپلي خوښي په مينو زموږ ستړيا داسي راليري كړه ، لكه موږ چي مزل كله كړى نه وْ او روني خو لا داسي هم وئيلو، چي
" درځئ چي بلي خواته په چكر شو"
كه څه هم زما دواړو ملګرو ورسره خوښه كړه ، خو ما يې اختلاف په دې وجه وكړو، چي نن ما خپل ضد پوره كولو ته ملا تړلي وه نو ځكه هغه مي په لابي كي لاندي پرېښولو او زه بالا خپلي خوني، چي 409 نمبر وه ته ور وختم زما له ښه قسمته دَ هغې خوني له كهړكۍ څخه هم سمندر صفا ښكاره كېدلو نو ځكه ما هم غسل كولو ورسته پړدې ليري كړې او دَ مخامخ مات بنګړي وزمه ساحل په ننداره شوم
_____
" لاخو دَ ماخستن ډوډۍ ته نيمه ګنټهه ګوري ، ولي اېكړ دې سره جوړي كېفې ته نه شم لاړ.. څه خلګ به وَوينم دَ مطالعې په سمون"
او بيا زه وم او په بار كېفې كي هغه ډله، چي ورسره په ګپه اخته وم كه څه هم هغوئ دَ انګلسۍ ډېر خلاف وْ ، خو ما غوښتلو چي نور نور يې اندرون وَ څپړم نو په دې خو مي دَ انګلسۍ په حق كي ورته چي څومره څومره خبري كولې .. هغوئ هغومره خپلي رائيې دَ خپلي ژبي او ژوند په حقله ټينګولې او يو وخت ، چي ما په خپل يو دليل كي دا وَوئيلو، چي
" انګلسي خو دَ نړۍ ژبه ده ، په كار ده چي تاسو يې هم زده كړئ "
نو په هغو كي يوه تكړه ځوان له ډېره خشمه داسي وئيلو..
" موږ دا انګلسي څه او څه كوْ خپله ژبه لرو او وياړو ورباندي"
دا خبره چي يې وكړه ، نو ماته خپل هغه په غېرت او پښتو مړه پښتانه را مخي ته شولو، چي دَ ژبي په وار يې هر وخت ملا ماته وي او تر خپلو دا ننګيالان دَ بل په وار شغالان كه نه هم دي ، خو مرئيان او تابعداران ضرور دي ولي ، چي تر پرونه پوري چي دور دَ جسماني طاقت وْ، نو دوئ په كي زمريان بلل كېدو او اوس چي وخت دَ سيالۍ راغلو او خبري قلم لاس ته كړې نو دغه زمريان په خپلو كي دَ سپيانو غوندي داړلو ته ځكه وَجوړېدلو چي دَ مشرانو په خوښه بې سواده پاته شو خيال مي نه كېږي ، چي دا مارشل پښتون به سبا په خپله بې سواده ورځ په دې نړۍ كي دَ غوئيانو هومره حېثيت هم پيدا كړي كه يَه .... كه دغه رنګه به دَ بادارانو په خوښه له وينو سره دَ لېوانو غوندي لوبي تر هغه دمه كوي ، چي دم په كي وي
هو.. دا هغه احساس وْ، چي نن يې بيا دننه دننه ژړَولوته پارَولم داسي ځكه ، چي په لابي كي مي هم له چا چا سره په دې باب خبري كولې نوهغو هم دَ خپلي ژبي ډهول دومره په مړانه او لوړو سترګو وهلو، چي ماته دَ پښتنو په حال له ژړا په چپه بل خيال ذهن ته ګرسره نه راتلو
_____
ما لا سم له خواړو لاس نه وْ راټول كړىْ ، چي دَ هوټل بتياني مړې شوې ما په زړه كي وئيلو، چي خود لكه چي دلته هم لوډشېډنګ كېږي لاكن بيا چي موزيك سره سم ډيم لائټونه وَلګېدلو، نو ماحول روماني او شاعرانه غوندي شو او هغه هم دومره زيات ، چي يو وخت داني سره په څنګ كي ناسته مئي رېناړډ پورته شوه او اېكړه دَ نرۍ موسيفي سره سمه په ډانس اخته شوه ميرنا چي هلته ليري ناسته وه رامنډه كړه او هغه يې يوې خواته چي يُوړه ، نو داني ته هم دَ خپلي غلطۍ احساس وَشو او واي..
" ماته نه وْ، داسي كول په كار"
" لاكن په دې كي خو ستا قصور نه وْ ، هغې خپله لاس نه ټولولو"
" خو ماته دَ هغې دَ ښځيتوب احساس كول په كار وْ "
او بيا يې وېټر ته ور ژغ كړو،
" دا بوتلان در ټول كړه"
ما شاوخواته وَكتلو او دا موقعه مي غنيمت وَګڼله او دَ غله غوندي پټ دباندي وَوتم او نېغ دَ ساحل په لور روان شوم لس بجې وې او زه شاهد چي يوازي كس وم ، چي هلته په رېګ باندي ناست وم او هغو دوْ سمندري ټاپوګانو ته مي ځكه كتلو، چي په يوه ټاپو تكه شنه رڼا ورسمه كړل شوي وه او په بل باندي تكه سره
داسي ښكاره كېدلو، لكه هغه ټاپوګان چي دَ جنت منظرونه وي ځكه مي زړه شاعرۍ ته كه څه هم غوښتلو، خو موډ مي ژړا ته كېدلو هو، په پښتنو باندي وَ ژړلو ته ... يا په هغو انساني روئيو، چي ځناوري كېږي لګيا دي نو ځكه مي بلا بلا سوچونه مزغو ته تلو راتلو او څنګه څنګه چي شپه مخته تېرېدله ، نو يو نيم سړى يا جوړه لاس په لاس يوې بلي خواته تېرېدله دومره مي په ياد دي ، چي له كومي ساې به زه څومره وېرېدلم ، نو هغه ساې به خود لكه چي له ما هم هم وېرېدلې ولي چي زما دې يوازيني حېثيت زه دَ هغو سايو په وړاندي هغه رنګه زړَور كولم لكه هغوئ چي خپله وْ
يو وخت چي دَ ګهړۍ ستني دولس بجو ته ورسېدلې ، نو زما وَ ښي لاس ته په څه فاصله باندي دوې ناستي ساې څه زياتي په يو بل كي ورګډېدلې لګيا وې او هلته ليري هم دوْ سايو بوتلان په غاړو اړَولو خو يو زه وم ، چي دَ مشرق رنګ مي دَ خپل وَس په سمه په دې مغربي ښكلا كي ورګډَول غوښتلو لاكن سوچونو ماته دا احساس په بيا بيا راكولو، چي زه دَ يو داسي ټولني او قام سره اړه لرم ، چي په ځاى دَ مخ دَ تګ .. شا شاته په داسي تادۍ روان دى ، چي وېرېږم او فكر كوم چي بيرته دَ ځنګلونو په لور لاړ نه شي كه څه هم هڅوال دي ورته
كله كله به مي داسي سنجَولو لكه زه چي خوب وينم ، لاكن بيا چي به مي په ځان نُوكري جګي كړې ، نو راته محسوسه به شوه چي دا خو زه ويده نه ، بلكې ويښ يم او زما مخته هره ښكلا او رڼاګاني هم حقيقي بڼي لري ګوا نور خو نور، زه هم هغه او هغسي په حقيقي بڼه كي موجود وم
كه څه هم اوس يخ ښه ډېر شوى وْ، لاكن ما نه غوښتلو، چي دا شپه او داسي وخت له لاسه وركړم نو ځكه مي نور نور په دې جنتي او مات بنګړي وزمه ساحل باندي دَ مانده احساس پرته لكه ماشوم دَ يادونو كورَكيان له رېګ څخه جوړَولو لګيا وم او بل ، نن خو زما دَ يو يار دَ زوكړي ورځ هم وه
بيا داسي وخت هم راغلو،چي زه په دې درست ساحل باندي يوازي ناست وم او ګهړۍ هم يوه نيمي بجې خواته مزل لنډ كړى وْ نو ځكه راپورته شوم او دَ هوټل په لور روان شوم چرته چي دَ يو واچ مېن په چپه ټول ويده وْ نو ځكه ما هم خوب ته ځان سپارلو دَ پاره خپل ژوندى،خو مړى غوندي وجود په پلنګ باندي دَ سهاركېدو په نيت وَغزَولو
_____
" شوقه! برايه خبر يي .. چي دَ توشي او كائيكو تر منځه غال وشو؟ "
" داى نو كله وْ؟خو له اول ماخستن بيا چرته تللى وْ "
دَ داني دَ پوښتني په ځواب كي چي روني هم خبره سمه سرته نه وه رسولي، چي ما چوكۍ مخته كړه او ورڅخه مي دَ نور وضاحت غوښتلو په نيت سوال وكړو..
" ګوا دواړه جاپانيانو په خپلو كي ..."
" هو،اېله يې لاسونه نه واچولو"
زما خبره ماتَولو ورسته چي روني دا وئيلو، نو يې وَهم خندلو او بيا واي
" يوځل خو ستا ذكر هم په كي راغلو"
" هغه څنګه او چا وكړو؟ "
دَ روني دَ ځواب ورسته داني وئيلو..
" نور نه يم خبر، خو توشي چي ډېر نشه وْ، په يوه موقعه ستا په رېفرنس ترخه خبره هم وكړه "
" خبر نو څنګه نه يې داني .. ولي چان او بلنډا نه وئيلو، چي توشي په ډانس كي كائيكو څپ كړي وه نو ځكه خو هغې دا دومره هنګامه جوړه كړي وه"
روني لا دومره وئيلو، چي ميرنا را وَرسېدله او زما په اوږه يې زور راكولو ورسته لږ په سخته لهجه كي پوښتنه وكړه..
" چرته وې برايه ټوله شپه؟ "
" ولي..؟ غلا مي نه ده كړي ، چي داسي راته يشېږې"
زه چي لږ ورته پښتون شوم ، نو هغې هم سرې شونډي وَموسولې او زما له څنګه كښېنستلو ورسته ډېر په مينه راته واي..
" خفه كېږه مه .. برايه شپه يوچا ليدلى وې، چي ته په يوه نيمه بجه باندي له بيچ څخه هوټل ته راغلې"
" يوه نيمه بجه او هغه هم دَ شپې او يوازي؟ "
داني داسي دَ حېرانتيا اظهار وكړو، لكه لويه توره چي مي وهلي وي اويا مي ډېر غلط كار كړى وي نو زه ورته كرار غوندي وَموسېدم او دَ هغو په لور مي كتلو ورسته داسي ژبه وكړه
" ميرنا! زه بيا دا خبره درته كوم ، ګوا دا زه چي هر څه كوم .. هغه زما په وَس كي نه دي"
" نو دَ چا په وَس كي دي"
روني چي په محفل كي خوږلت راوړلو دَپاره داسي وَوئيلو، نو ميرنا هم دَ خندلو سره زما په ځيګر باندي په زوره لاس راوهلو ورسته واي..
" دغه وران زړه خو يې په داسي كارونو پارَوي همېش "
او په دې ځاى روني هم داسي وار راباندي وَكړو،
" دا څنګه زړه دى ، چي ..."
هغه به لا زما ښه او بد دَ هغې مخته ږدلو، چي ما په څنګلي وَ وهلو او خله مي غوږ ته ورنيږدې كړه،
" روني خيال كوه .. داسي نه چي هر څه وَ واې"
نوځكه مخته روني خپله هغه خبره داسي ټوله كړه ..
" دومره غټ او له هر قسم ويري څخه لاس په سر زړه ..."
" او ښكلا خوښونكى هم"
ميرنا يې خبره مكملولو ورسته بيا راته وئيلو..
" ګوره .. زه خبره يم، چي ته غواړې چي زيات څخه زيات حقائق ټول كړې لاكن لږ ډېر خيال خو هم ساته"
" هو.. كله كله سړى له ژونده په داسي ځايونو كي لاسونه پرېمنځي"
داني چي هم ورسره خبره خوږَولو ورسته داسي وئيلو، نو ماته يې سترګه هم دَ چپ پاته كېدلو له پاره وَوهله نو ځكه بيا زه هم چپ وم او ميرنا لكه مور راته په نصيحتونو سر شوه او ما لكه ماشوم سرځڼولى وْ او دَ هغې خبري مي اورېدلې خو څه وخت چي يې تقرير سرته وَرسولو، نوپورته شوه او دَ توشي دَ مېز په لور ور روانه شوه كېدلى شي ، په دې نيت چي هغه ته هم دَ برايه شپې په حقله دَ هغه تېروتني ورپه زړه كړي او يا نصيحت ورته وكړي او دلته چي موږ څنګه هغه پخوانۍ خبره منځ ته راوړله ، نو كائيكو هم راورسېدله او كښېنستلو ورسته واي..
" توشي راڅخه نن سهار وختي په فون باندي مافي واخيستله او خپله تېروتنه يې ډېره احساس كړي هم وه"
" ځه ښه وَشو.."
ما چي دا وئيلو، نو هغه هم واي..
" ښه نو

Free e-book: «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) by Afzal Shauq (books to read in your 30s txt) 📕» - read online now on website american library books (americanlibrarybooks.com)
Similar e-books:
Comments (0)