Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) by Afzal Shauq (books to read in your 30s txt) 📕
Excerpt from the book:
it's Afzal Shauq's third travelogue containing on trips to Europe
Read free book «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) by Afzal Shauq (books to read in your 30s txt) 📕» - read online or download for free at americanlibrarybooks.com
Download in Format:
- Author: Afzal Shauq
Read book online «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) by Afzal Shauq (books to read in your 30s txt) 📕». Author - Afzal Shauq
دَ هغه دَ ډرامو كردارونه هم ليدلى شئ خو دا ياد ساتئ ، چي موږ به په يوه بجه له دې ځايه مخته كوچ كوْ "
جوْنا چي دا خبري سرته رسوَلي ، نو بس دي ورلډ اّف شېكسپئير نامي ځاى ته بيا رسېدلى وْ او په خپل خپل وار ملګري له بس څخه كښته كېدو
دلته دَ يو غټ چمني پارك سره جوخت رائل شېكسپئير تهېټر، چي په زاړه روائتي انګلش وزمه طريقه جوړ وْ دَ كتلو ورسته بيرته دې چمني پارك ته ورچپ شوم چرته چي په كي دَ شېكسپئير دَ غټي مجسمې پرته دَ هغه دَ ټولو مشهورو كردارونو، لكه هېملټ ، فالسټاف ، لېډي مېكبتهـ او داسي نور نور بُتان بُتان نه يوازي ولاړ دي، بلكې دَ ټورسټانو پام غلطَوي
خوند او پند يې دَ كتلو په خپل ځاى ، خو دلته دې هرڅه زما په زړه باندي هغه خپل بې قدره ستر خوشحال خان په وار وار ځكه راورَولو چي زموږ بابا په يوه مانا هم له شېكسپئير څخه كه زيات نه .. نو كم هم نه وْ او نه دى لاكن دَ پښتون قام ، چي دعوې دَ مارشلتوب كوي په دې وار دَ پيل په غوږ كي پروت څه، وايم چي ويده دى او خركېږي
دَ خوشحال په نامه په پاكستان كي څه ، چي په پښتني افغانستان كي لا داسي نامي يادګارونه نه شته ، چي دَ پښتو او پښتنو پلار ورباندي ياد شي هم دغه وجه وه ، چي دَ شېكسپئير دَ مجسمې سره خوا كي ناست يو وخت ما خپل زړه دَ "دَ شېكسپئير دَ مجسمې وړاندي " تر عنوان دلاندي وَ خو ژړولو لاكن چي به مي دَ خپل قام وَ بې غورۍ ته پام شو، نو به مايوسه شوم ولي، ما چي دَ كومي هستۍ دَ ګُمنامۍ په باب سوچ كولو دَ هغه ستر مشر ننګيالي لمسيان دَ پيسو په چپه چي نور څه خوښوي ، هغې ته مانده ورځ وئيل كېږي
"شېكسپئير په انګلېنډ كي دَ يو ليكوال په حېثيت څه ، بلكې دَ دې هېواد يو سُنهري تاريخي باب هم ګڼل كېږي او دَ شهرت يې دا حال دى چي انګلينډ ته "دَ شېكسپئير انګلېنډ" وئيل كېږي او اوس هم دا خلګ په هغه باندي داسي وياړي ، لكه هغه چي مړ نه .. ژوندى وي "
په ډائرۍ كي دا ليكلو ورسته دَ ساړه او واورين موسم خوندونه اخيستلو په نيت چي له پارك څخه وتم ، نو هېري او وېلما له خپلو بچيانو سره په مخه راغلو
" تا لنچ كړى دى ؟ "
" يَه .. اوس مي لا اراده ده دَ خوړَلو"
ما چي څنګه داسي ورته ځواب بيا كړو، نو وېلما راته وئيلو..
" درځه .. نو بيا له موږ سره ملګري وَكړه .. ځوان سړئيه"
او هېري هم واي ..
" هو درځه ، چي څه خبري هم سره وَكړو"
نو ځكه ما هم ورسره خوښه كړه او بيا دَ رېسټورېنټ په لټون كي دَ شېكسپئير په ښار كي (چي په زياترو چوكونو باندي دَ شېكسپئير په اړه مجسمې يا نور يادګاري ځايونه وجود لري) دَ ګرځېدو ورسته دَ پېغلي اېلن په خوښه موږ په يوه واړه لاكن ښائيسته او صفا رېسټورېنټ كي ور دننه شولو
" دا ته ولي هر وخت په ډائرۍ ليكلو كي مشغول ښكارې؟ "
" ليكوال او شاعر يم .."
ما به لا دَ اېلن دَ پوښتني په ځواب كي دَ ځان په حقله نور څه وئيلو، چي هېري واي ..
" زما هم دغه خيال وْ ستا باب لاكن ليكوالان خو ټول .."
" پوهـ نشوم"
ما چي پوښتنه وَكړه، نو هېري په موسكا كي داسي وار راباندي لاس ته كړو..
" مطلب دا، چي ته يوازي ولي يي ؟ "
" دَ دې مطلب دا دى ، چي شاعران خو په ميني باندي زياته اړه لري .. او ته يوازي يې؟ "
او بيا دَ اېلن دَ خبري دَ وضاحت په ځواب كي دَ ځان او دَ كار په حقله دَ خبرو سره سره مي دَ سياحتي ضرورت په باب هم څه خبري وَكړي مخته څه وْ ..؟ ګپه خلاسه شوه او هر يوه تر ضرورت زياتي خبري كولې او لنچ مو هم په ګډه باندي په مزه مزه خوړَلو بس چي كله له رېسټورنټه وتلو، نو دَ وېلما په دې خبره باندي دَ هر يوه خله له خندا ډكه وه ګوا
" ښار هم دَ شاعر دى او ډوډۍ مي هم له شاعر سره وَخوړَله .. خُداى دي خېر كړي، داسي نه چي هېري هم شاعر نشي"
_____
دَ پروګرام په سمه ، يوه بجه ماڅپښين چي څنګه دَ سټراټ فورډ څخه مخته روان شولو، نو په پنځلس منټه كي دننه دننه بيا دَ وارويك ټاوْن ، چي زياتره په كې دَ پخوانۍ زمانې جوړي ودانياني دَ دنګو دنګو برجانو سره ښكاره كېدلي څخه په څنګ كي تېرېدو په وخت اسكارټ جوْنا واي ..
" تاسو به وَ دې زَړو بلډنګانو ته كتلو ورسته يقينًا دا اندازه كړي وي ، چي ګوندي فېرنګيان دَ زَړو او تاريخي شيانو سره څومره مينه كوي او هڅه كوي ، چي دَ موسمي اثراتو څخه يې ژغورلو په نيت هر كال رنګوي هم"
جوْنا لا دَ وارويك ټاوْن په باب خبري سرته نه وې رسولي، چي ټاوْن شاته پاته شو او په لس منټه كي يو بل زاړه ټاوْن كوېنټري ، چي په دويم نړئيزجنګ كي دَ ګرجا سره درست وران شوى وْ ته پېښه وكړه تعمير كه يې څه هم سر له سره شوى وْ، خومونُولى يې هغسي وَ پخوانۍ او اصلي بڼي ته وْ دَ دې ښاردَ كارخانو په مابېن كي دَ تېرېدو په وخت اسكارټ واي ..
" له نوي سره اّباد شوى دا ښائيسته ښار، ګوا كوينټري له اصله دَ هغي مخامخ ګرجا له سوبه مشهوره شوى دى "
دَ كوينټري كيتهاډرل دَ كنډوالې، چي بامونه او اكثره دروازې يې لا نه شته دَ غټ ګېټ سره نيږدې په دېوال باندي دَ شپطان او دَ فرشتې بُتان چي دَ توري فولادي اوسپني څخه ساز كړل شوي وْ، داسي لګول شوي وْ .. چي شيطان پكي دَ فرښتې په پښو كي پروت وْ دلته ورسره جوختي يونيورسټۍ او دَ دې چرچ وَ مخته فقط دَ عكسونو اخيستلو ورسته په دې ښاركي دَ موټروې په خوا روان شولو
" دا هري خواته چي عسكران په ښائيسته ورديانو كي ښكاري .. دا خو نن دَ ملكه برطانيه دَ زوكړي ورځ ده ، چي دَ ملي ورځي په توګه لمانځل كېږي"
جوْنا چي دا خبري كولې ، نو غټ موږك دَ يوه تك شنه چمني ګراوْنډ په څنډه كي په منډه تېرېدلو لګيا وْ او دَ خوند خبره دا، چي هلته دَ فټ بال مېچ شروع هم وْ په ننداره كونكو كې دَ ښځو شمېر راته دَ نرانو هومره ښكاره شو لاكن بيا هم زه حېران دَ دې سټېډيم وَ ماڼۍ ته ځكه شوم ، چي دېوالونه او چهت يې دَ رنګ به رنګه پلاسټكي شيشو څخه جوړ وْ لاكن يوه شيشه هم په كي ماته نه وه په زړه كي مي وئيل ، چي اوس كه دا بلډنګ زموږ په هېواد كي وى ، نو دا يوه شيشه به يې لاهم روغه نه وى پاته شوي
لا خو موږ په كوينټري ښار كي روان وْ او اسكارټ زموږ پام يوې او بلي خواته اړَولو خو زما دا ښار چي تر ليري ليري پوري خپور وور پروت وْ كي چي كوم شى زيات خوښېدلو هغه وْ ، تك شنه او بېخي غټ غټ دَ لوبو ميدانونه ، چي په كي دَ ځوانانو سره سره پېغلو هم ځاى په ځاى لوبي كولې
" دغه خو دَ دې خلګو دَ ښه صحت او ښائيست راز دى چي صفا خوري او په صفا چاپېريال كي ژوند كوي ځكه خو دې تندرستۍ دا خلګ په موږ باندي باداران كړي هم دي "
دَ شاوخوا دَ ښائيسته ماحول په اثر كي فقط دومره قلم ژغولو ورسته چي ما څنګه سر پورته كړو، نو دَ روډ په څنډي باندي دَ نوشته ليك په سمه نونيټان نامي ټاوْن له موږ څخه فقط په نهـه كلوميټره باندي وْ او بلي خواته زموږ بس وْ ، چي دَ دې سيمي ښائيسته منظرونه يې په ډېره تېزۍ باندي شاته پرېښولو
_____
ماڅپښين درې بجې خواته موږ دَ شنو توربخونو وَنو په ځنګل كي دَ ډربي ټاوْڼ په خوا مخه كړي وه كوم چي دې وخته راڅخه 21 كلوميټره ليري وْ دلته ما داسي وَ سنجَولو، لكه په دې سيمه كي چي زړَې پخوانۍ درختي دَ منځ څخه وړل شوي وي او اوس حكومت له نوي سره ځنګل كرنه ( Reforestation) كړى وي او خبره وه هم دغه رنګه ، ولي چي درختي دَ سړك دواړو څنډو ته په ډېر ترتيب لګول شوي وي نو ځكه ما هم دا يو څو خبري ډائرۍ ته وَ سپارَلې ..
" دا خلګ كه څه هم زموږ دَ عالمانو له قوله كافران دي او دا كافران تش دَ دې جهان دَ عياشۍ خلګ دي ګوا موږ هم بس په دې خبرو باندي خپلي هډ ارامۍ ته جواز جوړَولو سره سره زړونو له تسلياني وركوْ هرڅه هرڅه ، لاكن حقيقت دا دى ، چي دوئ خو هم زموږ رنګه انسانان دي څه وجه ده، چي دوئ ژوند دَ ژوند رنګه او موږ ژوند فقط وَ مرګ ته لاره لنډَولو په نيت تېرَوْ..؟ "
له ډائرۍ څخه چي مي څنګه سر پورته كولو، نوموږ دَ ډربي ټاوْن دَ يوه پلانټ شپږو غټو ګړدئيو او هسكو دُودكشانو سره په څنګ كي تېرېدلو سره سره دَ دې ټاوْن په اّباديانو كې ورګډېدلو لګيا وْ اوس موږ دَ وړو غټو ودانيانانو په څنګ څنګ كي له دې ټاوْن څخه تېر شولو
دَ ګرېنېډ نامي سروس سټېشن ، چي درست تك سُور جوړ وْ څخه مخته وتلو ورسته دَ نوټينګهم نامي ښار له موږ څخه په څه واټن باندي وْ او ډېر ژر بيا له دغه ښار سره په كيڼ لاس چي تېرېدلو، نو دَ ګڼو ځنګلونو سلسله هم پئيل شوه او دَ جوْنا په قول ..
"دې ته شاور ځنګل يا رېن فارسټ هم وئيلى شو او دا ځنګل دَ يو مشهوره تاريخي كردار روبن هوډ په دور كي لګول شوى وْ "
ځنګل څه وْ ؟ دَ خوبونو يوه نړۍ وه .. چي زه او زما زړه ئي په شاعرۍ پارَولو شاعري خو مي نه وكړه لاكن وَ ډائرۍ ته مي دا يو څو خبري دَ زړه له سوخته داسي وَسپارَلي
" دا خو ښه وَشو، چي پېرنګيانو زموږ په علاقو كي داسي ځنګلونه نه وْ لګولي ګني اوس به مي په رېبلو باندي وَ خپلو خلګو ته دَ هغوئ په ځناوري روئيو لا نوره خوا شنه كېده "
دَ شېفيلډ ټاوْن څخه 25 كلوميټره رادې خوا ته چي موږ دَ يوې غونډۍ په سر باندي دَ جوړ ټاوْن څخه مخته وتلو ، نو جوْنا زموږ پام دَ شنو مځكو په غټو غټو ميدانونو كي دَ غړېدونكو پوُسونو په لور اړَولو په باره كي وئيلو ..
" دَ سوَر دَ غوښو سره سره دَ پوُسونو غوښه دَ دې هېواد دَ خلګو دَ خوښي خواړه بللى شي ځكه خو دلته چي كوم شى زيات ليدل كېږي، هغه پوُسونه دي "
دَ جوْنا دَ خبرو اورېدلو سره سره بس ځاى په ځاى دَ كوئلې دَ غټو غټو بارُو سره دَ لوي لاري په يو ښائيسته او مشهوره مارك رېسټورېنټ چي ګرانېډا ورته وئيل كېږي يا بيا وېلكم برېك هم مخي ته ودرېدو
دَ واش روم څخه دَ فراغت ورسته چي څنګه دَ دې رېسټورېنټ په لويه دروازه كي مي پښه ږدله ، نو دَ يو مېز شاوخوا ناستي فليپينو فېميلي چي دَ ماريلو او رامون په چپه په دووْ غټو هلكانو باندي يې اړه درلودله سره مخامخ شوم او دَ هغوئ دَ مشر په ست ورسره

Free e-book: «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) by Afzal Shauq (books to read in your 30s txt) 📕» - read online now on website american library books (americanlibrarybooks.com)
Similar e-books:
Comments (0)