Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) by Afzal Shauq (books to read in your 30s txt) 📕
Excerpt from the book:
it's Afzal Shauq's third travelogue containing on trips to Europe
Read free book «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) by Afzal Shauq (books to read in your 30s txt) 📕» - read online or download for free at americanlibrarybooks.com
Download in Format:
- Author: Afzal Shauq
Read book online «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) by Afzal Shauq (books to read in your 30s txt) 📕». Author - Afzal Shauq
راغله"
او چي هغې له دې سره هېلو هاى وكړو، نو دا سم دستي ورته واي ..
" دا شاعر دى او دَ ټوْرسټ سره سره سفرنامه نګار هم"
" زه خوشاله شوم له تا سره په ملاقات . . ماته شامي واي"
لاس راكولو سره چي يې دا سي وَوئيلو، نو ما په ځواب كي ورته وئيلو..
" ماته شوق واي شاملين"
"شاملين..؟"
دا به لا اوس په دې حريانېدله ، چي زه څنګه دَ هغې نوم پېژنم ، چي مور يې وَخندل او ورته واي ..
"شامي .. ما دغه وْ، چي ستا په باب ورسره خبري كولې"
مخته نو څه وْ ، چي ګپه خلاسه شوه او زما له شاعرۍ او دَ سياحت څخه دَ دې تر ګلوكارۍ پوري په ګپه كي څه ورسېدلو ، چي دَ يو بل دَ قسمت له ستورو سره سره مو لاس كتني هم پئيل كړې نور خو نور، په يوه موقعه باندي زما په سترګو كي ژوَري لټولو ورسته هغه واي ..
" اوه.. مائي ګاډ،لتا سره لكه چي زه مخكي هم ملاوْ شوي يم "
خو چي څنګه يې دا خبره وكړه ، نو زما په مزغو كي دَ خطرې ټلۍ وګړنجېده او اوس به مي ځان دَ هغې په لاس كي غولَولى سنجَولو، چي مور مارګرېټ دَ هغې دَ دعوې په تائيد كي په مكرجني خندا كي وَ وئيلو
" هو .. ماته هم داسي ښكاري ، لكه تاسو چي يو بل په خوبونو كي وينئ "
او بيا چي په دې خبره دواړو وَخندلو ، نو شك مي په يقين بدل شو ځكه مي دَ فرار دَ لاري غوښتلو فېصله وكړه او ورته مي وَ وئيلو..
" زما زړه غواړي ، چي لتا سره ډېري خبري وَكړم لاكن"
" لاكن څه..؟ "
زما په " لاكن" پېغله شاملين يو دم داسي حېرانه شوه ، لكه زه چي يې دَ مور او يا دَ دې څه او څه يم ځكه خو يې راته دَ شپې دَ ډوډۍ ست هم وَكړو خو زه وم ، چي په خپل ضد ولاړ له باره دباندي راوَوتم او په غټو ګامونو دَ هوټل په لور داسي روان شوم لكه جوړه چي بلا راپسې وي ولي چي لمر پټ شوى وْ او تر ليري ليري پوري هيڅوك نه ښكاره كېدو ځكه خو به مي شا شاته هم په وار وار كتلو
" يا خُدايه پاكه .. دا نن څه پېښي دي چي راسره كېږي"
دا مي له خلې څخه پدې وَوتلو، چي زه څنګه هوټل ته سامَولى وردننه شوم ، نو يو پيت پوزي غا ښَوره انجلۍ مخته راوَََدانګلو
" لا ئټر لرې ؟ "
" هو، دا واخله"
چي هغې څنګه سګرېټ بل كړو، نو دَ منني وئيلو ورسته واي ..
" زه ملائشين يم سوزي زما نوم دى او نن نن راغلي يم دلته زما دوست دى "
دا خبري يې په يوه ساه كي داسي وَكړې ، لكه هغه چي هم يوې نا يوې بلا وېرَولي وي او شُكر مي وَايستلو، چي هم په دغه وخت يې يار هلته په لابي كي ښكاره شو او دې هم داسي ورمنډه كړه ، لكه دا چي بل نه ، بلكي ما راګېر كړي وي
ماخُستن كه څه هم دَ ټوْر دََ ملګرو سره تر ډېره پوري دََ هوټل په لابي كي په ګپو باندي بوخت وم ، خو دَ نن په ماشامنۍ خطا باندي مي ځان ملامَتولو ځكه ، چي دَ مغرب ښه په ښو كي نه او بد يې په بدو كي نه شمېرل كېږي ګمان به ورباندي دَ دوست كوې ، خو هغه به دي ترټولوغټ دُښمن وخېږي هـم دغه وجه وه، چي دَ نيمي شپې وَََ خواته مي دَ " لرې په زړه باندي غاښونه " تر عنوان دلاندي نظم په ډائرۍ كي واړَولو
_____
دَ 23م اپرېل كال 1996 په وختي سهار قريبًًا شپږ بجې مي سترګي خلاسي شوې، پورته شوم ، شېو او غُسل مي وكړو او دَ خپلي خوني په وړوكي بالكونۍ كي په پرتې چوكۍ باندي كښېنستم څنګه څنګه چې رڼا كېدله، نو دَ اېډنبرا ښار مي سترګو ته ښه او ښكلي منظرونه راسپارلو كه شنه پاركونه وْ، كورونه او كه په لوړو ژوَرو كې جوړي كږې وږې كوڅې او روډونه وْ.. ځان ځانته يې زړه څكوني كولې كه څه هم باران نه وْ شوى، خو تېره شپه په ښار باندي دومره پرخه شوي وه، چي هر څه لامده لامده او صفا ښكاره كېدلو او دا هغه دَ ښكلا افسون وْ ، چي په ډائرۍ كي يې په ما داسي نوښته كړو
" په دې كي شك نشته ، چي دا مځكه هم زموږ دَ مځكي په شان جوړه ده ، خو دَ اروپا خلګو په خپل هُنر او محنت باندي وَ جنت ته مونَولي ده ځكه خو دلته سترګي ښكلا مومي ، زړه خوشالي او روح سكون"
دَ هوټل كنګ مالكون په رېسټورېنټ كي له هېري فېميلي سره په مېز ناست دَ سهار په نارى كولو باندي بوخت وم ، چي جوْنا او رچرډ هم راغلوكښېنستو
" تاسو خپله كښېنئ ..كه مو دَ هوټل اوېكنګ كال كښېنوي؟ "
" زه خو نن خپله كښېنستم كه څه هم .."
ما ورته په ځواب كي چي څنګه وئيلو، نو هغه واي ..
" منم .. لاكن زما مطلب دَ نن دَ سهار څخه نه بلكې .. "
جوْنا چي لا خبره سمه سرته نه وه رسَولي، چي ځوان كېوين په خندا كي واي ..
" كه زه ستاسو فېصله در وكړم نو څنګه به وي؟ "
" دَ كوم شي فېصله ؟"
پلار يې په خندا كي خله ورته څه وتړله، چي ټولو وخندلو
_____
سهار پاوْ كم اتهه بجې، چي نرى نرى باران هم ورېدلو كي چي دَ اِن سائټ بس مخته روان شو، نو دََ اېډنبرا ښار په لوړو ژوَرو كي ځاى په ځاى دَ روډ دواړو ځئيو ته دَ لوبو لكه فټ بال، هاكي او دَ ګالف غټ غټ شنه ميدانونه دَ باران له سوبه ډېر ښائيسته ښكاره كېدلو او موږ دې وخت دَ فورتهـ روډ برج په لور دَ يو غټ تراشل شوي پاڼ سره سره روان وْ
دَ ګهړۍ ستني چي دَ اتهو بجو څخه څنګه واويښتلې، نو زموږ بس دَ سرو او سپينو ګاډرانو څخه جوړ قفس وزمه پُل څخه تېرېدلو په وخت جوْنا وئيلو..
" سكاټ لېنډ دارالحكومت اېډنبرا دى او دې وخت موږ دَ دې ښار په كوئين فېري روډ باندي څوكه ځكه روان يُوچي دَ هېوي ټرېفك له سوبه مخته په تېزۍ لاره وهل اّسانه كار نه دى "
يو وخت چي قريبًا نيم درځن په هالف سكرټونو كي ملبوسي پېغلي انجوني دَ بس مخته په منډه څنګه تېري شوي ، نو جوْنا وئيلو..
" اُو للا.. دلته كه هر څومره يخني وي ، خو ښځي يې محسوسوي نه"
او له دې سره سم په بس كي دَ شپېلكيانو او خپَړو سره هاهو هم پئيل شو
_____
دَ وېورلي بريج ، چي دَ Princess street سره جوخت جوړ وْ څخه دَ اېډنبرا سټي ټوْر په پاوْبالا نهه بجې سهار پئيل شو او دَ بس دَ روانېدو سره سم جوْنا مائيك خلې ته نيولو ورسته وئيلو ..
" دَ اېډنبرا ښار، چي جارجين سټي هم ورته وئيل كېږي ګوا دَ جارجينو هُنرمندانو په محنت نن ځانګړى حېثيت لري دا ښار په دوْو ټاوْنونو باندي اړه لري يو زوړ ټاوْن دى او بل نوى ټاوْن او هغه مخته په ښي لاس ، چي كوم بلډنګ ښكاري تر ډېره عمره دغسي خالي ولاړ وْ، خو اوس دَ هالي ووډ مشهوره فلم سټار مسټر ټام والس چي اصل نوم يې شون كانري دى په 1950 كي په استعمال كي راويستلو"
ګائيډچي دا خبره كوله ، نو بس په دې پرنسز سټريټ كي په اسپه باندي سپور يو سړي مشهوره مانومنټ په خوا روان وْ، چي C ity Observatory and Nelson’s monument نومېدلو او چي څنګه ورسره په څنګ كي دَ نوي ټاوْن په خوا وګرځېدو، نو اسكارت وئيلو..
"كه په تاسو كي څوك چرته بې لاري شي ، نو هغه دي دَ دې بېولري بريج ، چي يو سر يې دَ دې پرنسز سټريټ سره هم ګډوځي پوښتنه وكړي ولي چي دَ سټي ټوْر ورسته به ټول دلته راغونډېږو"
دا خبره يې لا سرته نه وه رسولي ، چي دې دَ مخامخ جوړ غټ او بېخي ښائيسته ماركېټ په باب وَوئيل ، چي دا به ډېر ژر دَ دُنيا په يو څو غټو او ښائيسته ډيپارټمنټل سټورونو كي شمار شي ماركېټ څه وْ ؟ دَ ښائيست او غټوالي په چپه دَ خلګو دَ لاسه په كي لاره نه كېدله
دَ پرنسز سټريټ څخه په كيڼ لاس وَګړځېدو او څه مخته بيرته وَ ښي لاس ته غبرګېدلو سره سم دَ اېډنبرا او دَ سكاټ لېنډ دَ ځينو هيروګانو، چي په كي شاعران ، انجينئران او لږ ډير پارليمنټېرين هم وْ په كي كورونه لري راښكاره كولو ورسته يې زموږ پام دَ انګلېنډ بېنك مخي ته ولاړو هغو دوْو پوليسانو په خوا وګرځولو، چي دَ جوْنا په قول ..
"كه څه هم په انګلېنډ كي ګشت يو پوليس كولى شي ، خو دَ سكاټ لېنډ دَ قانون له رويه به خامخا دوه دوه ګرځي"
لنډه دا، چي دلته په دې ښار كي دَ ځينو مشهورو بلډنګانو سره سره شاهي باغونه، اّرټ ګېلرۍ، عجائب ګهر، نېشنل لائبرېرۍ،( چرته چي دَ پخوانۍ زمانې قلمي نُسخې هم په شوكېسونو كي خوندي پرتې وې)، اېډنبرا يونيورسټۍ( چي په كال 1853 كي جوړه شوي وه) او دَ ځينو قامي هيروګانو(چي دَ ليكوالانو په كي ډېره برخه وه) راښكاره كولو ورسته چي دَ پروګرام په سمه په وېورلي بريج نامي پُل سره نيږدې څنګه دَ خپلي خوښي وَ سېل ته خَوشي كړ لى شولو، نو تر ډ يپارټمنټل سټوره دَ رسېدو دَ مخه ماته دَ دي ښار دَ خلګو بڼي او روئې څه څه كندهارۍ يا لكنهو وزمه وَبرېښېدلي ولي چي په هر څه كي دَ دې ځاى دَ ژوند او ژواك كلاسيكي بڼي مونېدلي او ولي نه .. دې ښار ته دَ علم او عالمانو ښارخو هم وئيل كېږي
دَ ډيپارټمنټل سټور په هراړخيزه ښكلاګانو كي ځان ښه ستړى كولوورسته په نيږدې رېسټورېنټ كي دَ برګر خوړلو پسته چي وَ راښول شوي وېورلي بريج ته مي ځان ورسولو نو زما په چپه كه نور څوك وْ ، نو هغه وْ درې مواليان ، چي ورته هيپيان هم واي ګوايوه چټه سرببري پېغله او دوه ځوانان خو دومره سخني او څيري جامې يې اغوستي وې، چي په دې يخ كي يې لا هم بدَنونه ځاى په ځاى ښكاره كېدلو او يخني به يې كېدله هم څله چي دَ چرسو سګرېټونه او چولمونه يې داسي په مزه مزه څكولو، لكه هغوئ چي په يو ملك كي نه ، په ځنګل كي ناست وي ځكه خو به يې يو نيم داسي حركت هم وكړو، چي كه هغوئ نه، زه او زما په رنګه نابلده ترې شرمېدلو خامخا هرڅه هرڅه ، خو بيا هم له هغه ځايه ښورېدلى پدې نشوم ، چي هم دغه خو وْ دَ ملګرو دَ راغونډېدلو ځاى
دَ پروګرام په سمه له دې ځايه قافله دَ ټورسټانو ماڅپښين دَ اېډنبرا په صنعتي علاقې كي مخته دَ وتلو سره چي دَ ځناورتون په څنګ كي روانه وه، نو مي روډ وَ فُټ پاتونو ته پام شو.. چرته چي تر نرانو سكاټش ښځي يو په دوه زياتي ښكاره كېدلې او خاص خبره دا هم، چي دا پېغلي د َ برطانيې دَ نورو سيمو د َ ښځو په مقابله كي څه زياتي سرې او سپيني هم وې
ګوره چي ما به لا دَ نظر ستني د هغو پېغلو تر بدَنونو نوري نور ي ا يستلې، چي يو ژغ مي تر غوږه شو
" دا ستا سګرېټونو خو بده عادت كړم .. شوق سګرېټ لرې ؟ "
دا ژغ دَ بل هيچا نه ، بلكې دَ جوْنا ژغ

Free e-book: «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) by Afzal Shauq (books to read in your 30s txt) 📕» - read online now on website american library books (americanlibrarybooks.com)
Similar e-books:
Comments (0)