Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) by Afzal Shauq (books to read in your 30s txt) 📕
Excerpt from the book:
it's Afzal Shauq's third travelogue containing on trips to Europe
Read free book «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) by Afzal Shauq (books to read in your 30s txt) 📕» - read online or download for free at americanlibrarybooks.com
Download in Format:
- Author: Afzal Shauq
Read book online «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) by Afzal Shauq (books to read in your 30s txt) 📕». Author - Afzal Shauq
موږ په موټروې نمبر A-9 باندي روان وْ نو زموږ ښي لاس ته Nimes نامي ښار شاته پاته شو دا هغه علاقه وه، چي چرته يې يو كچه روډ هم له دې موټروي سره سم مخته تللو پخَوي يا ورانوي يې ځكه نه ، چي دَ اسكارټ له قوله .. هغه دوه زره كاله پخوا په رومن عهد كي جوړ شوى وْ
څنګه څنګه چي مخته ځنګلي سيمه تمامېدله، نو دَ تكو شنو وشو ډكي پورته كښته مځكو سلسله تر ليري ليري پوري برېښېدله او موږ دَ ګهړۍ له ستنو سره سم مخته رهي وْ ګوا چي كله دَ غرمې لس بجې شوې ، نو موږ دَ Montpellier نامي غټ ټاوْن څخه مخته چي وتلو، او ميرنا دا خبره كوله، چي
" فرنچ په قانون ماتَولو او قانون منلو كي ساري نه لري ګوا دَ وخت سره تګ فرنچ تر ټولو ښه كولى شي"
" هو، ما هم داسي اورېدلي دي"
له ماسره په څنګ كي ناستي زړې اّسټرېلين ښځي اېډنا بريل يې هم دَ خبرو تصديق وكړو ګوا دې وخت له Beziers نامي ټاوْن سره په موټروې باندي دَ ټال پلازې څخه څه دَ مخه اېكسيډنټ له سوبه چي دَ يو څو منټه دپاره ودرېدلو نو په هغه بورډ مي سترګې وَ نښتلې، چي دَ سپېن بارډر يې فقط 58 ميله ښئگيلو غرض دا، چي پاوْ كم دولس بجې له Nerbonne ټاوْن څخه چي دَ سپېن دَ بارډر په لور روان وْ، نو بحېره روم زموږ كيڼ لاس ته له موږ سره سره له مستو څپو سره روان وْ او ځاى په ځاى مي له هغو مستو څپو سره په لوبو بوخت څو سړي او ښځي هم تر سترګو شولې
" هغه مخامخ چي تاسو كوم غرونه وينئ ، هغه دَ فرانس او سپېن بارډر دى او بل دا، چي دا سمندر به په سپېن كي هم له موږ سره دغسي ملګري كوي"
خبره يې لا سمه ختمه شوي نه وه ، چي زموږ بس بيا دَPerpignan او له Village Catatn څخه تېرېدلو ورسته دَ فرانس او سپېن بارډر مخي ته ولاړ وْ دلته چي ماته كومه خبره په لومړي ځل وَ زړه ته را وَ لوېدله ...هغه دا وه ، ګوا
" دا به وَ منم ، چي سپېن دَ عربيانو دَ سلاوْ كلونو دَ قبضې ورسته هم وتل ك ځانته يو مهم سوال دى ، خو ژواكي اثر به يې نو خود تر اوسه څه پاته وي ؟ څنګه او په كومو كومو بڼو كي؟ "
لاكن ځواب يې له دې ځايه دَ زميني واټنونو په شمېر لا بېخي ځكه ليري وْ ، چي تر اوسه پوري خو مي دوه هسپانيان هم لا نه وْ مخي ته راغلي
*****
دَ خوبولو سترګو ويښ ښار
" يُوهو.. خوږو سېلانيانو! زه تاسو ته دَ كاسموس ټوْرنګ كمپنۍ له خوا په سپېن كي ښه راغلى وايم"
په نهم اپرېل كال 1996ع باندي پاوْ كم يوه بجه ماڅپښين ، چي دَ كاسموس بس دَ فرانس له خوا وَ سپېن ته پېښه وكړه، نو دَ دې هېواد دَ شنو پالېزونو، سمندري غاړو، غرونو او ځنګلونو په ځاى اسكارټ ميرنا په خپل زړه تنخنونكي ژغ كي چي څنګه موږ ته هركلى كولو نو په بس كي ناستو 43 نړۍ وال ټوْرسټانو ، كه څه هم په پټه خله باندي سترګي يوې بلي خواته غړَولې، خو هلته مخته ناست ځوان او سمارټ اّسټرېلين ملګري اېډرين واي ..
" زه خوشبخته يم چي سپېن ته وردننه شوم"
" ولي چي دا هېواد دَ ډرټي سېكس له سوبه شهرت لري"
ورسره ناستي ګرل فرېنډ وېلينا چي يې له خبري سره دا خبره څنګه وَتړله ، نو په بس كي يو نيم كس ورباندي وَخندلو، خو دَ شا له خوا دَ روني ژغ داسي راپورته شو
" بيا خو، نو دَ توشي مزې دي"
توشي، چي بېخي مخته په يو چوكۍ ناست وْ، په ځاى دَ خفګان ، په خندا ډكه خله كه څه هم بيا بيا وَځواب ته جوړَوله خو هيچا ځكه نه اورېدلو، چي هر چا خندلو لګيا وْ
" په سپېن كي هرڅه په خپل ځاى ، لاكن تاريخي اهميت يې دَ نه هېرېدلو وَړ دى"
خندا ګاني چي څنګه كراري شوې، نو اېس ټي باكسواله ولاړېدلو ورسته داسي خبره څه وكړه، چي هلته په دې بل اړخ كي له چوكۍ زوړ ويلئيم هم پورته شو اوپه خندا كي واي ..
" تاريخي زړخوښياني يې ما او تاته دي .. دې ځوانانو ته نه ، ولي چي ځوانان خو.. "
" .. دَ زړه خوشاله كولو سامان هم غواړي ، هان ستا دا مطلب دى؟ "
ميرنا يې خبري سره خبره تړلو ورسته كه ملګرو ته يو څو نوري كړيكي دَ خندا وَ سپارلې ، خو بيا يې مخته دَ سپېن په حقله داسي توري هم له خلې څخه وتلو ..
" په سپېن كي دَ تاريخي اّثارو په چپه په تېرو شلو كالونو كي دَ ټوْرزم صنعت ډېر پر مختګ كړى دى ګوا بلا بلا ځايونه او زړخوښياني يې غوره كړي دي لاكن بيا هم سپېن په درې شيانو كي ډېر شهرت لري لكه ډرټي سېكس ، بُل فائېنګ او ډانسنګ دا هېواد له نورو هېوادونو ځانګړى كوي "
ميرنا چي چپ شوه ، نو ډېني هاوْ پورته شو او واي ..
" ميرنا! تا خو دا هم پرون ماته وئيلي وْ، چي دلته ګنډكپي هم زياته كېږي "
" خو، دَ اټلي په مقابله كي كمه او له غټو ښارونو په چپه په نورو علاقو كي نه ولي، چي دَ سپېن خلګ اغيارو ته ډېر احترام لري"
ميرنا دَ ډېني هاوْ دَ سوال په ځواب كي دومره وئيلو ورسته مخته خپله خبره داسي كښ كړه..
" هېواد سپېن، چي رقبه يې 504782 مربع كلوميټره ده او قريبًا له 40 څه بالا ملينه خلګ په كي مېښته دي له اصله دا هېواد دَ يو غټ ټاپو په رنګه دى په مشرق او جنوب كي بحېره روم Mediterranian Sea او په شمال مغرب او شمال جنوب كي بحيره اوقيانوس Atlantic Ocean لري دا دَ سمندرونو په منځ كي سېنډويچ شوى هېواد، چي دارالحكومت يې مېډرډ دى خو دَ بارسلونا، سېولي، زاراګوسا، ملاګا او بيلباوْ رنګه ښارونه يې غټ او نړۍ والي تقاضې پورا كوي"
دې وخت موږ په داسي سيمه كي مخته روان وْ، چي خاوره يې سوربخونه وه او ځنګل وار په وار ګڼېدلو لګيا وْ دَ يوه واړه ټاوْن سره په څنګ كي تېرېدلو په وخت ميرنا وئيلو..
" دا هغه هېواد دى ، چي مسلمانانو(عربيانو) ورباندي په كال 711ع كي قبضه كړي وه او بيا تر كال 1492ع پوري ورباندي قابض پاته شول خو دَ دې هېواد زوړ رومن كلتور او ژبه يې نه كړه بدله"
" په دې كي دَ حېرانېدلو خبره نه شته عربيانو نو كله داسي كارونه كولو ګوره چي هغه وخت يې څه كولو؟ اوس خوهغوئ بس يو كار كولى شي او هغه دى زړه خوشالَول او بس"
دَ ميرنا دَ خبرو سره مي دا خبري هم په خپله خله په كېسټ كي چي څنګه څپ كولي ، نو راسره څنګ كي ناستي زړې اېډنا بريل راته كتلو ورسته پوښتنه وكړه
" تا څه وئيلو؟ ما سم واورېدو نه"
هغې داسي وَ سنجَولو، لكه ما چي له هغې سره خبره كړي وي لاكن بيا مي هم داسي ورته وَوئيلو..
" ما وئيلو، چي په دې سپېن كي دَ عربيانو دَ دورحكومت په حقله ستا څخه خيال دى؟ "
هغې وئيلو..
" دَ عربيانو حكومت ښه وْ كه بد، خبره دا نه ده بلكې موږ ته دا كتل په كار دي چي هغوئ څومره دَ دې ځاى دَ خلګو په رسمونو او روئيو باندي اثراندز شوي دي؟ "
هو.. دا هغه خبره هغه خبره وه، چي لږ ساعت مخكي ما سوچ كوله ځكه خو مي ورسره وَهم منله او بيا ما او اېډنابريل دَ مسلمانانو له تاريخي فتوحاتو څخه دَ هغوئ تر ماتي او نن مانده تول پوري خبرو ته دوام وركړو كه څه هم ما يې په حق كي ښې ډېري خبري وكړې ، خو هغې دا يوه خبره په وار وار داسي كوله ګوا
" څومره چي دَ مسلمانانو تاريخ سنهري بابونه لري ، هغومره يي نن ماتي په برخه ده څله؟ دا سوال ځواب غواړي "
او ما يې هم ځواب ځكه نه شو كولى، چي كه څه هم هغه عيسائي وه لاكن په خبري كي يې وزن درلودلو بل ما هم دا نه شو ورته وئيلى، چي
" مسلمانان ملامت هم نه دي ، هغوئ پرون وَ دُښمن ته دُښمن په نظر نه وْ كتلي او بل دُښمنانودَ سائنسي تقاضو په سمه ژوند كولو سره سره دَ مسلمانانو دَ زور ماتَولو دپاره جنګي سازوسامان جوړَولو، خو په بدل كي يې هغوئ شپه او ورځ موسواك لګولو اوس لازمي خبره ده، چي بمونه خو په موسواكو نه راګرځي ځكه يې ماته مقدر شوله مطلب دا ، چي عبادت پخ خپل ځاى ، خو دُښمن ته له تياري سره ملا تړل هم كُفر نه ، بكې دَ ثواب كار دى او له دې ثواب څخه مراد پرمختګ هم دى "
ما به لا كېدلى شو ، چي نور نور دَ حق دَ لاري په بې لارو خلګو ماتم كړى وى ، كه ميرنا دَ الحمرا په حقله داسي نه وْ وئيلي ..
" الحمرا، چي دَ غرناطه دَ يوې غونډۍ په لمن كي دَ اسلامي تعميراتو دَ ورستۍ نخښي په توګه چي په كي شاهي محل او شاهي كورونو هم ورګډ دي ، نن هم تاريخي اهميت لري منم چي ځيني نور ماجتونه هم شته، خو دَ الحمرا په سر ځكه نه دي ، چي دې الحمرا ته باقاعده دَ تاريخي ورثې حېثيت وركړل شوى دى "
كه څه هم هغې مخته هيڅ هم وَنه وئيلو، خو ما داسي وَسنجولو، لكه هغه چي واي ..
" په سپېن كي عربيانو ته ماته وركولو دَ پاره عيسايانوتر طاقت زيات هغه هسپانۍ پېغلي په كار راويستي وې، چي زړونه تخنولو او روحونه موسولو سره سره بدنونه ټكورَولو كي يې سارى نه درلودلو ولي چي دا هغه وسله ده ، چي دُښمنان تر اوسه لا پرې مسلمانانو ته په نړۍ كي ماته هر چرته وركوي لګيا دي او مسلمانان هم دومره ساده دي ، چي په دې اړه يې ځانونه تر غازيتوبه ، په شهادت خوښ شي او شهيدېږي .. ګارېږي لكه پښتانه"
دا خبري چي مي په زړه را ورېدلې، نو بس دَ فيګوراس نامي ټاوْن په تنګو روډونو كي جوړ يوه رېسټورېنټ مخته برېكونه ونيولو او موږ ټول ملګري دَ غرمې دَ ډوډۍ خوړلو په نيت دَ سپېن په خاوره لومړى ګام كښېښولو
" دا ګوره .. ټول تاته مونېږي او ښائسته هم دي"
په رېسټورېنټ كي دَ روني او داني سره په ګډه يو مېز شاوخوا چي لا سم نه وْ كښېنستو ، چي په اوږو راته تر شا اېډنا بريل سينه ږدلو ورسته هلته ولاړو څو هسپانيانو په خوا ګوته نيولو سره سم چي دا خبره وكړه، نو تر ما له مخه روني ورته خبره داسي بيا كړه
" هو، ښائيسته به ولي نه وي ، چي په هغوئ كي دَ شوق دَ ورنيكه ګونو وينه ورګډه شوي ده"
" لاكن زه خو عربۍ نه يم"
" مسلمان خو يې"
" هر مسلمان خو عربۍ هم نه وي"
" وي كه نه ، دي خو يو شان او موږ يې يو ګڼو هم"
زما او دَ روني تر منځه چي مقالمه تر دې ځايه راورسېدله ، نو داني راوَدانګلو او خبره يې په بله اړَولو په نيت له ما پوښتنه وكړه
" شوقه! دا اېډنابريل هم ماته .."
او بيا يې خبره په اشارو كي يوې بلي خواته داسي يوړه، چي مخته زموږ درې سره ملګرو خلې له خندا بيرته نه راټولېدې هم ځكه خو ميرنا او دانيال هم ځانونه را وَرسولو او خبري لا نوري هم دَ هسپانيانو

Free e-book: «Da Lmer De Kali Pa Lor (دَ لمر دَ کلي په لور) by Afzal Shauq (books to read in your 30s txt) 📕» - read online now on website american library books (americanlibrarybooks.com)
Similar e-books:
Comments (0)